ایکنا د الخلیج له قوله راپور راکړ،د شیخه فاطمه بنت مبارک د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د اوم پړاؤ په دریمه ورځ چې ددوبئ د ا لممزر سیمې کې د فرهنګ اوعلم په ستر هال کې ترسره کیږی، دنړیوالو قاضیانو په شتون کې د نړۍ له مختلفو هیوادونو لسو ګډون کونکو میرمنو پخپلو کې سره سخته سیالي وکړه.
له تیونس څخه ملک بنت نزارالحشیشه د قاضیانو دپلاوي په وړاندې حاضره شوه، هغې په دغوسیالیو کې د قالون په روایت د قرآن دحفظ په څانګې کې ګډون کړی دی.
فاطمه محمد له نیجریه څخه،یاسمینا ډکساګا له بورکینافاسو، ام کلثوم یونسوا له تاجیکستان او له سری لنکا څخه عدیله بنت ابوالهدی د حفص په روایت سره د قرآن د حفظ په څانګې کې سیالۍ وکړي.
له سومالیه څخه زهیره محمد عبدالله ،له انډونیشیا څخه مصلحه جمال الدین ،له ګامبیا څخه حوی باه ، له مرکزی افریقا څخه حوا عبدالرؤف یعقوب اونسیبه حق فایزه هم مازدیګر او د حفص په روایت سره د قرآڼ دحفظ په څانګې کې سره سیالۍ وکړې.
سیالۍ کونکو او ورسره ملګرو د دغو نړیوالو سیالیو ترڅنګ د ؛السلام علیک یارسول الله ؛ نومې میوزیم څخه هم کتنه وکړه.
سیالۍ کونکي اود قاضیانو دپلاوي ځینو غړو په دغو سیالیو کې دترسره کونکو کمیټې د ډيرو هلوځلو اوهمداراز د میرمنو د قرآني فعالیتونو د زیاتولو لپاره د هڅې ډيره قدرونه اوستاینه وکړه.
https://iqna.ir/fa/news/4169752